د ۹۰ لسیزې کورنۍ جګړې څخه ولې عبرت نه اخلو؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

   

د ۹۰ یمې لسیزې د کورنیو جګړو غټه او وتلي پایله دا ده چې هغه مهال په ایران او پاکستان کې د روزل شویو مذهبي ، سمتی او اتنیکی ډلو په لاس مرکزي اداره ړنګه شوه . د افغانستان امنیتي ځواکونه او اردو تس نس شوه او د هغه مهال دولت چې په نسبي توګه يي په لویو ښارونو او د هیواد په عمده لارو او واټونو واک درلود، له منځه یووړل شو. په لویو ولایتونو لکه کابل ، کندهار ، هرات ، ننګرهار، مزار او پکتیا کې بېلا بېلې واکمنۍ راوټوکېدلې او هیواد په عمل کې په څو ملوک الطوایفي ساحو وویشل شو . په نیمايي کابل کې چې د رباني په مشرۍ د نظارشورا او جمعیت تر واک لاندې و، رباني بانکنوټونه چلیدل او د کابل پرنیمايي نورو برخو او مزار کې بیا دوستمي بانکنوټونه  دود وو . په ننګرهار او سویلي سیمو کې د کالدارو بازار تود وو او په هرات کې بیا ایرانۍ پيسې مخ په خپریدو وې .

رباني چې د هېواد د ولسمشر پېښې يي کولې، د واکمنۍ تخت يي د سليمان پېغمبر تخت ته ورته، پاس هوا کې ګرد ګرځيده. خپله به هم کله په جبل السراج ، خیرخانه او یا په تخار، بدخشان او کله به هم له هېواده بهر په دوشنبه ، تاشکند او بل کوم نا اشنا ځای یا تکاوي کې پټ وو . 

ړومبنی لومړی وزير يي يو وخت د کابل د شمال په لویلار له موټرو او پليو کسانو څخه د جريمې په نوم پيسې راټولولې او د فلمي بدماشانو او ډاکوانو په رول کې يي کار کاوه او دوهم لومړی وزير يی بيا په چاراسياب کې د ورځې په لومړۍ نيمايي کې د کابيني غونډې جوړولې او د کابلښار د بيا ودانولو لپاره يي پلانونه تيارول خو د ورځې په دوهمه نيمايي کې يي بيا همدغه ښار په توپونو او توغنديو ویشته او د ښار پاتې جوړې برخې يي هم په کنډوالو بدلولې ! ( ۱ ) 

د کابیني نورو غړو يي هم تر غرمې پورې خوبونه کول او له غرمې روسته به دوی هم  یو د بل په وړاندې توغندي ویشتل . دوی به په اونيو اونيو پاکستان ، ايران ، سعودي عرب، دوبۍ او يا نورو هېوادو کې د نشه يی توکو قاچاق ، د قيمتي کاڼو او اثارو سوداګري او يا کومه بله پټه دنده تر سره کوله او په غيابت کې به يي چې کله کله به مياشتو مياشتو ته رسيده ، په ورته واک او اختیار د هغوی وروڼه ، د اکا زامن او که نه یار او دوست د وزارت يا رياست دندې پرمخ بيولې !

ولايتونو به پخپل سر له ګاونډيو او يا ليرې پرتو دولتونو سره نيغ په نيغه اړيکې ټينګولې ، تړونونه به يي لاسليکول او چارواکو به يي هلته سفرونه کول او هم د نوموړوهېوادو جاسوسان به د ديپلوماتانو په نوم له ويزو او قانوني لاسوندونو پرته د نا بللو ميلمنو په شان، هر وخت دغو ولایتونو ته تګ راتګ کاوه !

د رباني د دغه پاشلې، بين المنطقوي اوبين الحاروي واکمنۍ په مهال ، د جهادی تنظیمونو مشرانو به په مکه معظمه ، تهران ، اسلام اباد ، پېښور او جلال اباد کې د افغانستان د چارو د حل په پلمه غونډې جوړولې ، لوړې به يي کولې ، يوبل ته به يی قول ورکاوه او پايلې ته به رسېدل، خو د لږ وخت په تېرېدو سره به يي يو بل ته بد رد ویل ، یو بل به يي کنځل  او په پاي کې به يي يو بل په توغنديو او توپونو ویشتل !

افغانانو له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یو ځل بیا لکه د سقاو د ۹ میاشتو واکمنۍ پشان ، د یوې داسې واکمنۍ مزه وڅکله چې هلته نه اداره او دولت و او نه نظم او قانون !

د ۲۰۰۱ کال روسته هم تر ننه پورې د همغو زړو ځواکونو پاتېشونې چې په اوسنۍ اداره کې غوښنه ونډه لري، هڅه کوي چې دولت او اداره پیاوړي نه شي او د مرکزي غښتلي ادارې پرځای ، پاشلې او نامتمرکزه اداره واکمنه وي . د مرکزي واکمنۍ د پياوړتیا پرځای، ولایتونو ته د زیات واک خبرې او د فیډرالیزم سندرې چې هلته دلته اوریدل کیږي ، د ۹۰ یمې لسیزې د ناکامې تجربي ادامه ده . د مرکزي پیاوړي اداري پرځای ، یوې پاشلې واکمنۍ ته د لمن وهلو ښه بېلګه نن په بلخ ولایت کې لیدل کیږی . د بلخ والي بې له دې چې په مرکز رايه ووهي، د روانې جګړې د اوږدوالي کورني لاملونه په پام کې ونیسي او ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن واوسي، د مزار یو واټ په ایراني جاسوسانو نوموي . که څه هم په قانوني توګه هیڅ والي حق نه لري د مرکزي اداري له خبرتیا او لارښوونې پرته نیغ په نیغ له بل دولت سره اړیکې ونیسي خو د بلخ والي خپل سرتوب او مرکزي دولت سره غیږنیوي او مقابله په دې  ولایت کې د پاشلې او نامتمرکزې ادارې په لور د تګ بشپړه بېلګه ګڼلای شو . که نور ولایتونه هم د بلخ ولایت په لار لاړ شي نو پایله يی د ۹۰ یمې لسیزې ګډوډي او په پای کې بیا کورنی تاوتریخوالی او جګړه ده !

د ډېرې خواشینۍ خبره دا ده، یو شمیر کسان چې ځانونه روڼ اندي بولي، په پټو سترګو د نوموړو تنظیمونو د پاتېشونو سره په ګډه، غاړه تاووي او د قانون او نظم پرځای ګډوډۍ او پاشلې واکمنۍ ته لمن وهي .

« سیمون ګاس » د ناټو غیر نظامي لوړپوړی استازی د ګران افغانستان د رپوټ له مخې د فرانسې د خبرپاڼې په وینا څرګندوي « د ۲۰۱۴ کال روسته افغانستان کې کورنۍ جګړه بیا نه تکراریږي او طالبان واک ته نه رسیږي ».

البته نوموړی د خپلې وړاندوینې د ریښتینولۍ لپاره دوه دلایل راوړي، یو داچې افغاني ځواکونه پیاوړي کیږي او بل دا چې د افغانستان په ګډوډۍ کې ګاونډیان یاني ایران او پاکستان ګټه نه ویني .

خو « نیویارک ټایمزپه یوه لیکنه کې چې عنوان یې دی (له افغانستانه وروسته، نوې لویه لوبه) له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو روسته په دغه هیواد کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو د سیالیو د پیلېدو اټکل کړی دی ، تاند»

همدارنګه د ګران افغانستان د رپوټ له مخې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د واشنګټن ( د ملي ګټو په مرکز ) کې ، خپلو تازه څرګندونو کې وايي« پاکستان به هیڅکله د جهادي ډلو له ملاتړه لاس وانه خلي »

بلخوا که د طالبانو د کمزورتیا او د ایران او پاکستان د ناغوښتنې او یا بېوسۍ له کبله په کور دننه له ۲۰۱۴ کاله روسته ګډوډي او کورنۍ جګړه چې « سیمون ګاس » يي نه پېښېدونکې بولي، هم ریښتیا وبولو خو که مرکزي پیاوړی دولت ونه لرو او د هغه لپاره له اوسه کار ونه شي، په واک کې د ۹۰ یمې لسیزې د پاتېشونو غټه ونډه لکه د مزار بېلګه، په ایرو کې هغه انګار ته ورته پاتیږي چې هر وخت په ستر اور بدلیدلای شي او هیواد بیا کورني ناورین ته ټېل وهلی شي .

هغه ځواکونه چې په بېلا بېلو پلمو له مرکزه تښتي او د هغه د کمزورتیا هڅه کوي ، د طالبانو او یا د بل هر تور ځواک پشان ، واړه د مرکزي واک دوښمنان ګڼل کیږي.

بلخوا نه ښايی مرکزي واک او په دولت کې د ځینو مفسدو څیرو شتون یو له بله سره ګډوله شي او د داسې څېرو له کبله دولتي مرکزي واک هم رد شي .

بېځایه نه ده چې نیمروز کې یو ویرځپلي ځوان ولسمشر کرزي ته مخامخ په غونډه کې وویل :

« موږ په خپل  ویر خپه نه یو ، دغه دغم ټغر نن ورځ په ټول افغانستان خپور دی موږ  ته سم نظام جوړ که ، په نیمروز کي اداري فساد ته د پای ټکی کښیږده .  دلته څارنوال له ګناه ګارو پیسې اخلي او خوشي کوي ئې خو بې ګنا د زندان ټمبو شاته غورځوی »

 نن له بل هر وخت زیات ، افغان ملت په کور دننه د بېلا بېلو ستونزو سره د مقابلې، د ایران او پاکستان د بربنډو لاسوهنو او تیریو په وړاندې د وړ او غوڅ ځواب او په نړیوال ډګر کې د یوه وتلي او ویاړلي هیواد د بیا ځلیدا لپاره ، پیاوړې مرکزي واکمنۍ ته اړتیا لري . افغانان له غښتلې مرکزي واکمنۍ پرته د وخت ستونزو، ننګونو او ګواښونو ته ځواب نه شي ویلای !

همدغه لامل دی چې مخالفین او دوښمن له هرڅه لومړی هڅه کوي چې افغانان غښتلي واکمنۍ ته ونه رسیږي او په هره وسیله چې کیږي د هغې مخه ونیسي !

یادونه :

( ۱ ) دلته له ړومبني لومړي وزیر څخه مراد د اسلامي ګوند غړی عبدالصبور فرید او له دوهم لومړي وزیر څخه موخه ګلبدین دی .

د ۲۰۱۲ کال د اګست ۲۲ مه

 


August 24th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات